لغمان کې د سلام شبکې ۸ سایټونه ۴جي ته لوړ شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، په لغمان ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې اته سایټونه ۴جي خدمتونو ته لوړ شوي دي.
د وزارت ویاند عنایتالله الکوزي په وینا، دغه سایټونه د لغمان مرکز او علیشنګ ولسوالۍ په ځینو سیمو کې فعال دي او د ظرفیت لوړولو موخه یې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کیفیت ښه کول او ۴جي خدمتونو ته پراختیا ورکول دي.
الکوزي زیاته کړې، په نورو سیمو کې هم د مخابراتي شبکو پوښښ او ظرفیت لوړولو چارې روانې دي، څو هېوادوالو ته لا ښه او معیاري مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه برابر شي.

