ننګرهار کې د نننۍ زلزلې له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي

نن سهار د ۴.۹ درجې زلزلې له امله د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار او شاوخوا سیمو کې ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، ټپیان د جلال‌اباد ښار، بهسود، کوز کونړ او نږدې سیمو څخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي وو.

د هغوی په وینا، ټول ټپیان سطحي ټپونه لري او له لومړنۍ درملنې وروسته له روغتیايي مرکزونو رخصت شوي دي.

زلزله نن سه‌شنبه سهار د ننګرهار په مرکز، جلال‌اباد ښار او شاوخوا سیمو کې احساس شوې ده.

په وروستیو کلونو کې افغانستان د څو خونړیو زلزلو شاهد پاتې شوی چې له امله یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي او ګڼې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

هرات، کونړ او نورستان هغه ولایتونه دي چې وروستیو زلزلو پکې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

افغانستان د زلزلو له لوړ خطر سره مخ هېوادونو څخه دی او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وخت ناوخت زلزلې رامنځته کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا