کابل کې د سرغړونو له امله ۱۲۸ درملتونونه تړل شوي دي

د عامې روغتیا وزارت وایي، روان کال د زمري میاشتې په ترڅ کې یې کابل ښار کې له ۷۲۱ درملتونونو څخه څارنه او پلټنه کړې ده.

وزارت نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو پلټنو پر مهال ۲۲ درملتونونه د قانوني اسنادو نشتوالي، څلور د خپل‌سري انتقال، ۲۰ د تخنیکي مسوول نه لرلو او ۳۴ نور د درملو پر بیو د سټیکر نه لګولو له امله تړل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، ۴۸ درملتونونه د GSK شرکت د درملو د موجودیت له امله هم تړل شوي او ۷۰۸ قلمه درمل، چې پکې د یاد شرکت درمل او قاچاقي درمل شامل دي، راټول شوي دي.

وزارت وایي، راټول شوي درمل د له منځه وړلو لپاره ټاکلي ځای ته انتقال شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا