ویانا کې د مصر د پخوانۍ ملکې نازلي د الماسو غاړکۍ غلا شوې ده

د اتریش پولیسو ویلي، د مصر پخوانۍ ملکې نازلي تاریخي الماس لرونکې غاړکۍ په ویانا کې د تطبیقي هنرونو له موزیم څخه غلا شوې ده.

نازلي د مصر د پاچا ملک فؤاد لومړۍ مېرمن او د فوزیې مور وه.

پېښه د اګست پر ۲۷مه، پنجشنبې په ماسپښین شوې ده.

د پولیسو په وینا، دوو کسانو موزیم ته له ټکټ اخیستو وروسته ننوتلي، د غاړکۍ د نندارې ښیښه یې ماته کړې او ګاڼه یې له ځان سره وړې ده.

د امنیتي کامرو په ثبت شویو انځورونو کې د دواړو شکمنو کسانو څېرې ښکاره شوې دي او پولیسو یې انځورونه د پېژندنې لپاره خپاره کړي دي.

چارواکي احتمال ورکوي چې یوه کس یې وسله هم لرله.

پولیس وايي، دواړه شکمن کسان له موزیم څخه تر وتلو وروسته نږدې «اشتات‌پارک» ته تښتېدلي دي.

د هغوی د موندلو لپاره د لټون سپي کارول شوي او عدلي کارپوهان د پېښې شواهد او د امنیتي کامرو ثبتونه څېړي.

غلا شوې غاړکۍ له پلاتین او الماسو جوړه شوې او په کې کارول شوي الماس له ۲۰۰ قیراطه ډېر وزن لري.

دغه تاریخي ګاڼه د مصر پخوانۍ شاهي کورنۍ لپاره جوړه شوې وه او وروسته د «ون کلیف اند آرپلز» د ګاڼو په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې وه.

ملکه نازلي په ۱۹۳۹ کال کې په قاهره کې د خپلې لور فوزیې او د ایران هغه مهال د ولیعهد محمدرضا پهلوي د واده پر مهال دغه غاړکۍ اغوستې وه.

محمدرضا پهلوي دوه کاله وروسته د ایران پاچا شو.

د راپورونو له مخې، د غاړکۍ ارزښت شاوخوا لس کاله مخکې په یوه لیلام کې له ۳.۶ تر ۴.۶ میلیونه ډالرو اټکل شوی و.

د ویانا د تطبیقي هنرونو موزیم مشرې، لیلي هولاین، د غاړکۍ غلا د موزیم لپاره «سخته ضربه» بللې ده.

هغې ویلي، د نندارتون لپاره د «ون کلیف اند آرپلز» په همکارۍ ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د پېښې پر مهال کارکوونکو د امنیتي لارښوونو له مخې عمل کړی دی.

نوموړې زیاته کړې چې په پېښه کې هېڅوک نه دي ټپیان شوي.

دا غلا په داسې مهال شوې چې په وروستیو میاشتو کې د اروپا په څو هېوادونو کې یو شمېر موزیمونه د لویو غلاوو هدف ګرځېدلي دي.

د اروپايي ټولنې د پولیسو ادارې «یوروپول» هم ویلي چې له موزیمونو څخه غلاوې په زیاتېدونکي ډول په تهاجمي او تاوتریخوالي ډکو لارو ترسره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا