پزشکیان: هند دې په چابهار کې خپلې پانګونې زیاتې کړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له هند څخه غوښتي چې په چابهار بندر کې خپلې پانګونې زیاتې او د تهران او نوي ډیلي ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.

پزشکیان له «انډیا ټوډې» سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، هند کولی شي په چابهار کې خپلې پانګونې پراخې کړي چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم زیاته شي.

نوموړي د نوي ډیلي په بریکس غونډه کې له هندي لومړي وزیر نریندرا مودي سره خپلې لیدنې ته په اشارې ویلي، دواړو لوریو د بېلابېلو همکاریو په اړه خبرې کړې دي؛ خو د چابهار بندر راتلونکي په تړاو یې د کومې مشخصې هوکړې جزییات نه دي ورکړي.

پزشکیان دا غوښتنه داسې مهال مطرح کړې چې د چابهار بندر په فعالیتونو کې د هند د ونډې په تړاو د امریکا مشروطه معافیت د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې پای ته رسېدلی دی.

له همدې امله، په پروژه کې د هندي شرکتونو د فعالیت دوام له یو شمېر خنډونو سره مخ شوی دی.

د «انډیا ټوډې» په وینا، هند هڅه کوي په چابهار کې خپل رول وساتي.

دغه بندر نوي ډیلي ته ستراتېژیک اهمیت لري، ځکه له پاکستان پرته افغانستان او منځنۍ اسیا ته د سوداګریز لاسرسي زمینه برابروي.

پزشکیان همداراز د ایران او هند اړیکې تاریخي او پر ګډو کلتوري اړیکو ولاړې بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره یې د یوه نوي چوکاټ پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا