هلمند کې درې کلن ماشوم له ۳۰ متره ژورې څاه وژغورل شو

د دفاع وزارت ژغورنې تخنیکي ډلې په هلمند کې یو درې کلن ماشوم، چې شاوخوا ۳۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی و، له مرګه ژغورلی دی.
د راپور له مخې، هلال احمد نومی ماشوم د ګرشک ولسوالۍ په یوه سیمه کې څاه ته له لوېدو وروسته، د ۲۱۵ عزم قول اردو ثابت مرکز د آمر محمد عمر «حقبین» په همغږۍ د دفاع وزارت ژغورنې تخنیکي ډلې له لوري ژغورل شوی دی.
د یادې ډلې مسوول عبدالله ویلي، ماشوم له ژغورنې وروسته روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
دفاع وزارت وایي، تخنیکي ژغورونکې ډلې تر دې وړاندې هم په کندهار، هلمند، فراه، نیمروز او روزګان ولایتونو کې ورته پېښو ته پر وخت رسېدلې او د ماشومانو ژوند یې ژغورلی دی.

