افغانستان او هند نن د شل‌اوریزو لوبو په دویمه سیالي کې مخامخ کېږي

افغانستان او هند به نن سه‌شنبه، د سپټمبر په ۱۵مه، د درېیو شل‌اوریزو نړیوالو سیالیو په لړ کې په دویمه لوبه کې سره مخامخ شي.

لوبه به د افغانستان پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د هند په نوي ډیلي ښار کې، د ارون جېټلي په لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې له هند څخه ماتې خوړلې او د نننۍ لوبې ګټل ورته مهم دي؛ ځکه هند که دویمه بریا هم خپله کړي، د درېیو لوبو لوبلړۍ به وګټي.

په لومړۍ لوبه کې افغان پیلیزو توپ‌وهونکو ښه ونه ځلېدل او لوبډلې په پرله‌پسې ډول پنځه وېکټې له لاسه ورکړې.

یوازې محمد نبي او عظمت‌الله عمرزي د پام وړ توپ‌وهنه وکړه.

د لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا