د افغانستان د سړکونو شبکې اوږدوالی څه باندې ۲۴۵ زره کیلومتره تثبیت شو

د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې د جغرافیایي معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان د سړکونو لومړنۍ هر اړخیزه ارزونه کړې چې له مخې یې ټول اوږدوالی ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره تثبیت شوی دی.
د ارزونې له مخې، ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومتره سړکونه، چې ۷.۴ سلنه جوړوي، پاخه دي او ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کیلومتره، یا ۹۲.۶ سلنه، خام سړکونه دي.
اداره وایي، معلومات له بېلابېلو سرچینو، په ځانګړي ډول ټولګټو او کلیو پراختیا او بیارغونې وزارتونو، د «اوپن سټریټ مېپ» نړیوالې ډېټابیس او سپوږمکۍ انځورونو څخه راټول او تحلیل شوي دي.
موندنې ښيي چې کابل د هېواد په کچه تر ټولو ډېر، ۴ زره او ۸۴ کیلومتره، پاخه سړکونه لري، خو نورستان یوازې ۱۲ کیلومتره پاخه سړک لري.

