د عامې روغتیا وزارت پلاوي هند کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ افغان پلاوي هند ته د رسمي سفر پر مهال د ګجرات ایالت له هغو تولیدي کارخونو لیدنه کړې چې طبي تجهیزات، خوراکي توکي او طبي محصولاتو لپاره خام مواد تولیدوي.
وزارت وايي، پلاوي د یادو کارخونو د تولید بهیر، تخنیکي وړتیا، ټکنالوژۍ او کیفیت معیارونه له نږدې ارزولي او د معیاري طبي تجهیزاتو، خوراکي توکو او طبي محصولاتو برابرولو، سوداګریزو اړیکو پراختیا او شته ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه یې خبرې کړې دي.
د لیدنو په پای کې هوکړه شوې چې هندي کارخونې به د خپلو تولیداتو بشپړ لېست افغان لوري ته وسپاري، څو د افغانستان اړتیاوې وارزول شي او د مناسبې بیې په بدل کې د باکیفیته او معیاري محصولاتو برابرولو زمینه برابره شي.
همداراز، د تجربو او ټکنالوژۍ د لېږد او په افغانستان کې د طبي تجهیزاتو تولید پراختیا لپاره، د یادو کارخونو مسوولینو ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړل شوې ده.

