رویټرز: افغانستان کې د ایډز پېښې زیاتې شوې

رویټرز راپور ورکړی چې په افغانستان کې په تېرو پنځو میاشتو کې د اچاېوي ۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې سره د ۲۰۲۵ کال له مارچ راهیسې د ثبت شویو پېښو شمېر لږ تر لږه ۲۸۶ ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، روغتیايي چارواکي وايي چې د اچاېوي اړوند ټولنیز بدنامي او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی، د ناروغانو پېژندنې او درملنې په برخه کې مهمې ستونزې دي.
د ملګرو ملتونو د ایډز پروګرام په ۲۰۲۶ کال راپور کې هم افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې شامل شوی چې د اچاېوي نوې پېښې پکې زیاتې شوې دي.
اچاېوي د انسان د معافیت سیستم کمزوری کوي او که درملنه یې ونهشي، د ایډز لامل کېدای شي.
د وخت پر تشخیص او منظمې درملنې سره، پر دې ویروس اخته کسان کولی شي اوږد او روغ ژوند ولري.

