نوي کابل ښار د لومړي فاز ۲.۱ تفصیلي پلان منظور شو

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د نوي کابل ښار د لومړي فاز ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور کړی دی.

د پلان له مخې، شاوخوا ۷۲۰۰ جریبه ځمکه کې به له ۱۰ زرو ډېر استوګنیز پلاټونه، نږدې ۹۰۰ استوګنیزې او سوداګریزې لوړپوړې ودانۍ او له ۲۰۰ ډېرې صنعتي کارخونې جوړې شي.

په پلان کې تر ۶۰ جوماتونه، ۲۵ ښوونځي، له ۳۰ ډېر روغتیايي مرکزونه، د کرېکټ لوبغالی، پارکونه، شنې او تفریحي ساحې او نورې ښاري او ټولنیزې اسانتیاوې هم شاملې دي.

د وزارت په وینا، دغه تفصیلي پلان یوه شرکت د نوي کابل ښار له جوړښتي پلان سره سم ترتیب کړی او موخه یې د پلازمېنې منظم، معیاري او متوازن پرمختګ دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا