یونیسف: ۲.۶ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زده‌کړو پاتې دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) وایي، په تېرو پنځو کلونو کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې افغان نجونې له منځنۍ زده‌کړې پاتې شوې دي.

یونیسف د پنجشنبې په ورځ ویلي، افغانستان اوس مهال د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده‌کړو محرومې دي.

دغه بنسټ له اسلامي امارت غوښتي، چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه لغوه او ښوونځیو او پوهنتونونو ته د هغوی د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.

یونیسف خبرداری ورکړی، چې له زده‌کړو محرومیت د ماشومانو، کورنیو او افغانستان پر راتلونکي پراخې اغېزې لرلی شي.

د یادونې ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګېد او وروسته ښځې له پوهنتوني او لوړو زده‌کړو هم محرومې شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا