پوهنې وزارت: ښوونیز مرکزونه جوړ او بیارغول کېږي

د پوهنې وزارت ویاند ذبیح‌الله همت وایي، روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په مرکز او ولایتونو کې د دیني مدرسو او ښوونځیو د جوړولو، بیارغونې او ترمیم په برخه کې پراخ فعالیتونه ترسره شوي دي.

نوموړي ویلي، په دې موده کې د ۴۲ دیني مدرسو او ښوونځیو د بنسټ ډبره اېښودل شوې او د دوو دیني مدرسو او ۱۶ ښوونځیو ودانیزې چارې، چې څه باندې ۱۳۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی، بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

همت زیاتوي، پوهنې وزارت هڅه کوي د ښوونیزو مرکزونو په جوړولو، بیارغولو او ترمیم سره زده‌کوونکو ته معیاري ښوونیزې اسانتیاوې برابرې کړي او په ټول هېواد کې د تعلیمي بنسټونو د پراختیا زمینه برابره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا