د افغانستان او ازبکستان ګډ نندارتون پای ته ورسېد؛ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار

په ازبکستان کې د افغانستان او ازبکستان ګډ نندارتون له درې ورځو وروسته پای ته ورسېد.

په نندارتون کې ۶۳ غرفې جوړې شوې وې چې ۳۰ یې افغان سوداګرو او تولیدوونکو ته ځانګړې شوې وې.

افغان سوداګرو پکې غالۍ، لاسي صنایع، جامې، چرمي توکي، زعفران او وچې مېوې نندارې ته وړاندې کړې.

افغان ګډونوالو وویل، دا ډول نندارتونونه د هېواد د تولیداتو د معرفي کولو او نوو بازارونو موندلو لپاره مهم دي.

د نندارتون په پای کې د شمال د امارتي ډبرو سکرو شرکت له یوه ازبک شرکت سره د ۵۰۰ زره ټنه ډبرو سکرو د پېرلو په اړه لومړنی تفاهم‌لیک هم لاسلیک کړ.

همداراز، د کابل او تاشکند ترمنځ سوداګریزه ناسته کې د سوداګرۍ، صادراتو او ګډې پانګونې پر پراختیا، د حیرتان دویم پل جوړولو، سرحد کې د سړو خونو رامنځته کولو او د ترانزیټ د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا