د افغانستان او ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا پروژې د چټکتیا په اړه ناسته وشوه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژې د چارو چټکتیا او د یو شمېر نورو ګډو پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي تخنیکي ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي پروژې د روان وضعیت، تخنیکي ظرفیت، کاري بهیر، پرمختګ او شته ستونزو په اړه خبرې وشوې او دواړو لوریو خپل اړوند معلومات شریک کړل.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژه د هېواد د برېښنا اړتیاوو پوره کولو لپاره له مهمو پروژو څخه بلل شوې او د معلوماتو له مخې، د پروژې د پاتې چارو د بشپړولو لپاره عملي ګامونه هم اخیستل شوي دي.

د ناستې ګډونوالو د پروژې د چارو د چټکتیا، شته ستونزو د هواري او د نورو ګډو برېښنايي پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي هم بحث وکړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا