سیما باهوس د یوناما نوې مشرې رباب فاطمې ته هرکلی ووایه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشرې سیما باهوس، رباب فاطمه ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه د ټاکل کېدو له امله هرکلی کړی دی.
باهوس ویلي، هیله لري له رباب فاطمې سره د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ، د هغوی د غږ پیاوړتیا او د ښځو د رهبرۍ د رول د ملاتړ په برخو کې ګډه همکاري وکړي.
هغې رباب فاطمې ته په نوې دنده کې د بریا هیله هم څرګنده کړې ده.

