مجاهد: پاکستاني ځواکونو کونړ او پکتیکا بمبار کړي؛ مناسب ځواب ورکوو

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د پاکستان پوځ تېره شپه په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
مجاهد ویلي، په کونړ کې د دغو بریدونو له امله یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې ټول قربانیان ملکي وګړي او د سیمې اوسېدونکي دي.
هغه زیاته کړې، په پکتیکا کې پر یوه کور او یوه سیمهییز دوکان هم برید شوی، خو د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې مرګژوبله نه ده اوښتې.
مجاهد دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د تېرو ورته پېښو تکرار دی.
نوموړي ادعا کړې چې د پاکستان پوځي کړۍ غواړي په دې ډول اقداماتو سره د خپل هېواد له امنیتي ستونزو څخه د خلکو پام واړوي.
هغه همداراز ویلي چې افغان لوری به دغو بریدونو ته، د نوموړي په وینا، مناسب ځواب ورکړي.

