د عمران خان درې خویندې په لاهور کې نیول شوې

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو او د عمران خان کورنۍ ویلي چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان درې خویندې په لاهور کې نیول شوې دي.

د راپورونو له مخې، علیمه خان، عُظمیٰ خان او نورین نیازي د سپټمبر پر ۲۷مه د عمران خان د خوشې کېدو په موخه د تحریک انصاف له لوري د پلان شوي لاریون له ترسره کېدو مخکې نیول شوې دي.

د لاهور چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د علیمه خان د ۳۰ ورځني توقیف امر تایید کړی دی.

دغه امر د پنجاب د عامه نظم د ساتنې قانون له مخې صادر شوی دی.

تحریک انصاف ویلي، د عمران خان د نورو دوو خویندو، عُظمیٰ خان او نورین نیازي، د نیول کېدو په اړه هم معلومات لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا