کرزي: د پاکستان هوايي بریدونو پر وړاندې ټول افغانان یو موټی دي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې د پاکستان د پوځ وروستۍ هوايي بریدونه غندلي دي.
کرزي ویلي، پاکستان باید پوه شي چې ټول افغانان د هغه څه پر وړاندې چې نوموړي یې د پاکستان تېري بللي، یو موټی ولاړ دي.
نوموړي پر پاکستان غږ کړی چې له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب اصل رعایت کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په سولهییزه او متمدنه توګه پر مخ یوسي.

