خوست کې د زدهکړې پر کور د پاکستان هوايي برید؛ ښوونیز مرکز زیانمن شوی

د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې، د ګولانو کمپ ته څېرمه د پوهنې ریاست اړوند یو ښوونیز مرکز تېره شپه د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي برید کې زیانمن شوی دی.
د یاد مرکز مسوولین وایي، په برید کې زدهکوونکو او کارکوونکو ته کومه مرګژوبله نه ده اوښتې، خو د مرکز ودانۍ او ځینې اړوندې برخې زیانمنې شوې دي.
د مرکز مسوولینو ویلي، ښوونیز او علمي مرکزونه د زدهکړې او نوي نسل روزنې لپاره جوړ شوي او باید خوندي پاتې شي.
هغوی د تعلیمي مرکزونو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د کندهار ښار نهمې ناحیې اړوند په یوه شاړه دښته کې هوايي برید کړی دی.

