عراقچي: امریکا ته مو د هرمز تنګي د پرانیستلو اووه ورځنی پلان سپارلی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، تهران امریکا ته د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره اووه ورځنی پلان وړاندې کړی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې عراقچي دا څرګندونې په نیویارک کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، ایران خپل اووه ورځنی پلان امریکا ته سپارلی او اوس د دغه وړاندیز په اړه پرېکړه د واشنګټن له لوري کېږي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اوربند وړاندیز نه دی منلی او د راپورونو له مخې، د امریکا د منځمهالو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د ایران په اړه د پوځي اقدام احتمال هم مطرح شوی دی.

