جنجالي خبرې؛ د پاکستان دفاع وزیر له افغانې خبریالې سره «تاسو ښه ګاونډیان نه یاست»

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په نیویارک کې یوې افغانې خبریالې نذیرې کریمي ته د افغانستان او پاکستان اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «تاسو ښه ګاونډیان نه یاست.»

نذیرې کریمي له خواجه اصف څخه د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد د دریځ بدلون او د دواړو هېوادونو د پخوانیو نږدې اړیکو په اړه پوښتنه کړې وه.

خواجه اصف ویلي، پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې شاوخوا څلور میلیونه افغانان منلي او دا کار یې «اشتباه» بللی دی.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د امنیتي اختلافاتو او وروستیو سرحدي نښتو له امله سختې ترینګلې شوې دي.

پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته پناه ورکوي، خو کابل دا ادعا ردوي.

پاکستان د سپټمبر پر ۲۴مه په کندهار، پکتیا او خوست کې پر لسو ځایونو د هوايي او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

اسلام‌اباد وایي، بریدونه یې د هغو ځایونو په نښه کولو لپاره کړي چې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کارول کېدل؛ خو کابل ویلي، په دغو بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، کابل به دغو بریدونو ته په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو په راپورونو کې هم د وروستیو هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې یادونه شوې ده.

د وروستیو نښتو او بریدونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ او تګ‌راتګ هم اغېز شوی او د سرحدي دروازو تړل کېدو د احتمالي بشري او اقتصادي اغېزو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا