پروان کې د نږدې اووه میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چارې پیل شوې

د اسلامي امارت ټولګټو وزارت وايي، په پروان ولایت کې د ساتنې او څارنې درې پروژې، چې نږدې اووه میلیونه افغانۍ لګښت پرې کېږي، پیل شوې دي.

د وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه پروژې د پروان والي عزیزالرحمن منصور، د ټولګټو رئیس عزت‌الله عارف او سیمه‌ییزو مسوولینو په حضور کې پیل شوې دي.

د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې پروان ـ بامیان لارې په اوږدو کې د ۵۵ مترو استنادي دېوال ترمیم، د همدې مسیر اړوند د ۱۱ نیم مترو درې‌حجروي پلګوټي ترمیم او د پروان ټولګټو ریاست اداري ودانۍ رغول شامل دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا