خلیل‌زاد اسلام‌اباد «کانټینراباد» وباله

زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، په اسلام‌اباد کې د تګ راتګ محدودیتونو او د مهمو لارو تړل کېدو په غبرګون کې د دغه ښار پر وضعیت نیوکه کړې ده.

خلیلزاد د الجزیرې یو راپور په اېکس‌پاڼه کې بیا خپور کړی او اسلام‌اباد یې «کانټینراباد» بللی دی.

هغه ویلي، د پاکستان خلک تر دې ښه وضعیت مستحق دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې د اسلام‌اباد د مهمو لارو تړل کېدو له امله تګ راتګ ګډوډ شوی او د بار وړونکو موټرو چلوونکي هم له مالي زیانونو سره مخ شوي دي.

د لارو د بندېدو له امله د خلکو ورځني فعالیتونه او د توکو لېږد هم له ستونزو سره مخ شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا