شمالي کوریا یو بالستیک توغندی وازمویه

د سویلي کوریا پوځ وايي، شمالي کوریا نن یو بالستیک توغندی د خپلې ختیځې ساحلي سیمې پر لور ویشتلی دی. د سویلي کوریا یونهاپ خبري اژانس هم د دغه توغندي د توغول کېدو خبر ورکړی دی.

تر اوسه د توغندي ډول، واټن او د لوېدو دقیق ځای په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

دا توغول د شمالي کوریا له خوا د سپټمبر پر ۲۰مه د دوو لنډ واټن بالستیک توغندیو له ازمېښت ۱۳ ورځې وروسته ترسره کېږي.

د سویلي کوریا چارواکي وايي، د پېښې اړوند معلومات ارزول کېږي او د راداري او سپوږمکۍ معلوماتو له تحلیل وروسته به نور جزیات خپاره شي.

دغه توغونه په داسې مهال کېږي چې د کوریا په ټاپووزمه کې امنیتي ترینګلتیا لا هم روانه ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا