ترکیه کې د داعش سره د همکارۍ په تور له ۵۰ ډېر کسان نیول شوي

د ترکیې پولیسو ویلي، په ۱۶ ولایتونو کې یې د داعش ډلې پر وړاندې عملیات کړي او له دې ډلې سره د همکارۍ په تړاو یې له ۵۰ ډېر کسان نیولي دي.
د ترکیې کورنیو چارو وزارت په وینا، نیول شویو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي چې داعش ته یې مالي ملاتړ برابرولو او په ټولنیزو رسنیو کې یې د دې ډلې تبلیغات کول.
پولیس وايي، د داعش پر وړاندې عملیات به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دوام ولري او له دې ډلې سره تړلي کسان به قانوني چلند ته وسپارل شي.
ترکیه له دې وړاندې هم د داعش پر ضد ورته عملیات کړي، خو وروستي عملیات د پراخوالي له پلوه مهم بلل شوي دي.
داعش یوه وسلهواله ډله ده چې په سیمه کې یې فعالیتونه کړي او په ځانګړي ډول په عراق کې یې پراخ حضور درلود.

