ترکیه کې د داعش سره د همکارۍ په تور له ۵۰ ډېر کسان نیول شوي

د ترکیې پولیسو ویلي، په ۱۶ ولایتونو کې یې د داعش ډلې پر وړاندې عملیات کړي او له دې ډلې سره د همکارۍ په تړاو یې له ۵۰ ډېر کسان نیولي دي.

د ترکیې کورنیو چارو وزارت په وینا، نیول شویو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي چې داعش ته یې مالي ملاتړ برابرولو او په ټولنیزو رسنیو کې یې د دې ډلې تبلیغات کول.

پولیس وايي، د داعش پر وړاندې عملیات به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دوام ولري او له دې ډلې سره تړلي کسان به قانوني چلند ته وسپارل شي.

ترکیه له دې وړاندې هم د داعش پر ضد ورته عملیات کړي، خو وروستي عملیات د پراخوالي له پلوه مهم بلل شوي دي.

داعش یوه وسله‌واله ډله ده چې په سیمه کې یې فعالیتونه کړي او په ځانګړي ډول په عراق کې یې پراخ حضور درلود.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا