قلات کې د کابل ـ کندهار لویې لارې د دویم لین سړک رغېږي

د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې د کابل ـ کندهار لویې لارې اړوند د دویم لین پنځه کیلومتره سړک د رغونې چارې روانې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند په یوه پیغام کې ویلي، دغه پروژه د اسلامي امارت له لوري د ۲۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې کېږي.
د معلوماتو له مخې، د سړک رغونه به د قلات ښار په اړوند سیمه کې د کابل ـ کندهار لویې لارې د دویم لین په جوړولو سره ترسره شي.

