ګوتریش سبا پاکستان ته سفر کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش به سبا، سهشنبه، پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره به وګوري.
د معلوماتو له مخې، ګوتریش به په اسلاماباد کې له لومړي وزیر شهباز شریف، مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او ولسمشر اصف علي زرداري سره خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د پاکستان ډیپلوماټیکې هڅې به د ګوتریش د خبرو مهمه برخه وي.
هغه به د هند او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو پوځي څارونکو ډلې مرکزي دفتر او د پاکستان ملي بحران مدیریت دفتر هم وګوري.
ګوتریش وروستی ځل په ۲۰۲۲ کال کې پاکستان ته تللی و، هغه مهال یې له پراخو سیلابونو زیانمنو سیمو لیدنه کړې وه.
پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو لپاره په وروستیو میاشتو کې ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي.
ملګرو ملتونو هم د پاکستان، قطر، مصر، سعودي عربستان او ترکیې هڅې ستایلې دي.

