د امربالمعروف وزارت په ۶۰۰ زیاتو ناستو کې د ښځو ۱۱۳ قضیې څېړلې دي

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت منسوبینو او مبلغینو د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره له ۶۰۰ څخه زیاتو ناستو کې ګډون کړی دی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو ناستو کې د ښځو د حقونو ۱۱۳ قضیې څېړل شوې او ۱۱ دښمنۍ او ۶۶ شخړې هوارې شوې دي.
د وزارت په وینا، په همدې موده کې ۹ کسان هم د کوډګرۍ په تور نیول شوي دي.

