افغانستان ته د ایران صادرات ۳۲ سلنه زیات شوي دي

د ایران د دوغارون ګمرک مسوولین وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲ سلنه زیات شوي او ارزښت یې هم ۱۰ سلنه لوړ شوی دی.
د دوغارون ـ تایباد ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیميزاده ویلي، په دې موده کې د یاد ګمرک له لارې افغانستان ته ۷۴۵ زره او ۷۰۰ ټنه توکي صادر شوي چې ټولیز ارزښت یې ۲۴۷ میلیونه او ۵۹۴ زره ډالرو ته رسېږي.
د نوموړي په وینا، په همدې موده کې له دوغارون لارې افغانستان ته څه باندې یو میلیون او ۲۰۰ زره ټنه توکي هم لېږدول شوي چې ارزښت یې شاوخوا ۲.۴ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
همداراز، په تېرو اوو میاشتو کې له افغانستان څخه ایران ته نږدې ۱۲ زره ټنه توکي صادر شوي چې ارزښت یې له ۲۲ میلیونه ډالرو ډېر دی.
فولادي سیخان، پتروشیمي توکي، اوسپنیز محصولات، سمنټ او نفتي مواد افغانستان ته د ایران له مهمو صادراتي توکو څخه دي.
دوغارون ګمرک د ایران په خراسان رضوي ولایت کې، له افغانستان سره پولې ته څېرمه پروت دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او توکو لېږد رالېږد یوه مهمه لار ګڼل کېږي.

