د ترکیې استخباراتو مشر کابل او کندهار ته سفر کړی؛ له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي

د ترکیې د ملي استخباراتو مشر ابراهیم کالین کابل او کندهار ته سفر کړی او د اسلامي امارت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي.
امنیتي سرچینې وايي، کالین په کابل کې د استخباراتو عمومي ریاست له مشر عبدالحق وثیق، د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر، دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني سره کتلي دي.
سرچینې زیاتوي، په دغو لیدنو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ پر امنیتي او استخباراتي همکاریو، د اړیکو پر پیاوړتیا او سیمهییزو بدلونونو خبرې شوې دي.
د سرچینو په وینا، په ناستو کې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې په ګډون د سیمې او نړۍ وروستي وضعیت هم ارزول شوی دی.
همداراز د ترهګرۍ، انسانتښتونې او نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې پر لارو چارو بحث شوی دی.

