نایجریا کې د پوځي الوتکې غورځېدو ۳۲ کسان مړه شوي

پرون د نایجریا په اوندو ایالت کې یوه پوځي الوتکه غورځېدلې چې له امله یې ۲۵ مسافر او د عملې ۷ غړي وژل شوي دي.
راپورونه وایي، په الوتکه کې ټول ۳۵ کسان سپاره وو او هېڅوک ترې ژوندي نه دي پاتې.
د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي، دغه «اېټيار-۴۲» الوتکه له بنینسیټي څخه لاګوس ته روانه وه، خو د نامعلوم علت له امله یې اړیکه پرې شوې وه.
د نایجریا ولسمشر بولا تینوبو پر پېښه خواشیني څرګنده کړې او د پېښې د علت معلومولو لپاره یې د بېړنیو څېړنو امر کړی دی.
راپورونه وایي، د غورځېدلې الوتکې ټوټې د ایګبوکودا ساحلي ښار ته څېرمه موندل شوې دي.
تر اوسه د پېښې علت نه دی روښانه شوی، خو څېړنې روانې دي.

