د سعودي جازان ښار زورورو چاودنو ولړزاوه

د رسنیو د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان د جازان ښار په صنعتي سیمه کې له پنځو څخه د زیاتو چاودنو خبر ورکړل شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ، یمني سرچینو ادعا کړې چې دغه بریدونه د جازان صنعتي سیمه په نښه کړې ده، خو تر اوسه د سعودي عربستان چارواکو د دې ادعاوو او د پېښې د څرنګوالي په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی.

تر اوسه د دغو چاودنو له امله د احتمالي مرګ‌ژوبلې، اوښتو زیانونو او د برید د څرنګوالي په اړه کره او رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. همداراز، د یادو ادعاوو خپلواکه تایید هم تر اوسه نه دی شوی.

چارواکو او اړوندو ادارو تر اوسه د پېښې په تړاو د پلټنو او نورو جزییاتو په اړه هم څه نه دي ویلي، او تمه کېږي چې په راتلونکو ساعتونو کې نور معلومات خپاره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا