د سعودي جازان ښار زورورو چاودنو ولړزاوه

د رسنیو د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان د جازان ښار په صنعتي سیمه کې له پنځو څخه د زیاتو چاودنو خبر ورکړل شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ، یمني سرچینو ادعا کړې چې دغه بریدونه د جازان صنعتي سیمه په نښه کړې ده، خو تر اوسه د سعودي عربستان چارواکو د دې ادعاوو او د پېښې د څرنګوالي په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی.
تر اوسه د دغو چاودنو له امله د احتمالي مرګژوبلې، اوښتو زیانونو او د برید د څرنګوالي په اړه کره او رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. همداراز، د یادو ادعاوو خپلواکه تایید هم تر اوسه نه دی شوی.
چارواکو او اړوندو ادارو تر اوسه د پېښې په تړاو د پلټنو او نورو جزییاتو په اړه هم څه نه دي ویلي، او تمه کېږي چې په راتلونکو ساعتونو کې نور معلومات خپاره شي.

