زلېنسکي پر روسیې د اوږدواټنه ډرون بریدونو د درې برابره زیاتولو امر کړی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي وايي، پوځ ته یې لارښوونه کړې چې د روسیې پر ضد اوږدواټنه ډرون بریدونه له شاوخوا ۳۰۰ څخه لږ تر لږه ۱۰۰۰ ته لوړ کړي.
زلېنسکي د جمعې په ماښامنۍ وینا کې ویلي، د دغو بریدونو شمېر باید نور هم زیات شي او د مشخصو هدفونو د له منځه وړلو لپاره به دغه لړۍ دوام وکړي.
نوموړي ادعا کړې چې اوکرایني ځواکونو د روسیې په یاروسلاول سیمه کې، چې له جګړهییزې کرښې شاوخوا زر کیلومتره واټن لري، پر یوه تېلو تصفیهخونه برید کړی دی.
د زلېنسکي په وینا، د روسیې پر پوځي تولیدي مرکزونو او د تېلو پر تاسیساتو د اوکراین بریدونو د مسکو د سونتوکو پر اکمالاتو او صادراتي عوایدو فشار زیات کړی دی.
مسکو تر اوسه د زلېنسکي څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د اګسټ ۲۸مې شپې پر مهال یې ۵۱۲ اوکرایني ډرونونه شنډ کړي دي.
په ورته مهال، د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف ویلي، کییف د مسکو غوښتنې پېژني، خو د هغه په وینا، اوکراین نه غواړي شخړه په سولهییز ډول حل کړي؛ له همدې امله روسیه خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

