زلېنسکي پر روسیې د اوږدواټنه ډرون بریدونو د درې برابره زیاتولو امر کړی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي وايي، پوځ ته یې لارښوونه کړې چې د روسیې پر ضد اوږدواټنه ډرون بریدونه له شاوخوا ۳۰۰ څخه لږ تر لږه ۱۰۰۰ ته لوړ کړي.

زلېنسکي د جمعې په ماښامنۍ وینا کې ویلي، د دغو بریدونو شمېر باید نور هم زیات شي او د مشخصو هدفونو د له منځه وړلو لپاره به دغه لړۍ دوام وکړي.

نوموړي ادعا کړې چې اوکرایني ځواکونو د روسیې په یاروسلاول سیمه کې، چې له جګړه‌ییزې کرښې شاوخوا زر کیلومتره واټن لري، پر یوه تېلو تصفیه‌خونه برید کړی دی.

د زلېنسکي په وینا، د روسیې پر پوځي تولیدي مرکزونو او د تېلو پر تاسیساتو د اوکراین بریدونو د مسکو د سون‌توکو پر اکمالاتو او صادراتي عوایدو فشار زیات کړی دی.

مسکو تر اوسه د زلېنسکي څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د اګسټ ۲۸مې شپې پر مهال یې ۵۱۲ اوکرایني ډرونونه شنډ کړي دي.

په ورته مهال، د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف ویلي، کی‌یف د مسکو غوښتنې پېژني، خو د هغه په وینا، اوکراین نه غواړي شخړه په سوله‌ییز ډول حل کړي؛ له همدې امله روسیه خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا