سپین غر بست ساتونکو ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ووت

د خوست په کوربتوب د شپږیزې کرکټ لیګ په روانو سیالیو کې سپین غر لوبډلې بست ساتونکو ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.

ټاکل شوې چې سپین غر به سبا د اتلولۍ په پایلوبه کې د امو نهنګانو پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

د سپین غر ځوان چټک توپ‌اچوونکی زیت‌الله شاهین د غوره توپ‌اچونې له امله د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. دغه بریا سپین غر د روانې شپږیزې لیګ د اتلولۍ یو ګام ته نږدې کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا